ایکنا نیوز راپور راکړ،له پرانیستونکو دستورو وروسته او په دغو نړیوالو سیالیو کې په قرعه کشۍ یا پچې اچولو پسې دهغو کسانو نامو اعلان شوې چې ددغو سیالیو په لومړنۍ ورځ ئې تلاؤت اجرا کاوۀ.
په همدې اساس پرون په لومړۍ ورځې د مازدیګر درې بجې د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې دغه سیالۍ پیل شوې او پرون دیارلسو کسانو پخپلو کې سره سیالۍ وکړې چې په هغو کې څلور زده کونکي او نهه هم سړیو تلاؤت اجرا کړ.
په لومړۍ ورځې د ایران نړیوال قاري مهدي عادلي د ویاړمن قاری په توګه تلاؤت وکړ او په دې پسې ددغو سیالیو لومړنۍ برخه پیل شوه .
په دغو سیالیو کې لومړنۍ ګډون کونکی دا یران نماینده سید محمد صادق حسیني ؤ چې په زړه پورې تلاؤت ئې وړاندې کړ او له ګډون کونکو ئې ستاینه او قدرونه وشوه. بیا هم ورپسې د عراق صادق انور العیبي او مرتضی حسن الدربندي او دغه راز د انګلستان سید محمد عباس هاشمي د تحقیق د قرائت په څانګې تلاؤت اجرا کړ بیا هم ورپسې د الجزایر عبدالله مزوزي او دروسیې برهان الدین رحیم اف،د انډونیشیا قدراسمادي راشید هم خپله اجرا وړاندې کړه.بیا ورپسې د مصر یوسف صبح علی السید عوض،د هندوستان منظور احمد،د جرمني احمدالیاس مهرزاد او بیا د ایران نړیوال قاری قاسم مقدمي خپل تلاؤت اجرا کړ.
ټاکل شوې ده د ایران د قرآن نړیوالو سیالیو دڅلویښتم پړاؤ دغه محفلونه به د کب د میاشتې تر دوهمې نیټې پورې دوام ولري.